د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۶ تله ۱۳۹۶ کابل ۱۱:۵۵

د امریکا سنا جرګې د روسیې لپاره د خپل هېواد نوی سفیر تائید کړ


د امریکا متحده ایالتونو سنا جرګې د روسیې لپاره د خپل هېواد نوی سفیر تائید کړ.

جان هانټسمن جونیور به له دې وروسته په روسیه کې د امریکا سفیر وي.

هغه تر دې مخکې په چین کې هم د امریکا سفیر پاتې شوی او تر هغې مخکې د یوتا ایالت والي و.

جان هانټسمن ۵۷ کلن دی او له کافي ډیپلوماټيکې تجربې برخمن سړی دی.

جان هانټسمن په داسې حال کې په روسیه کې د امریکا د سفیر په توګه تائیدیږي چې د دواړو هېوادونو اړیکې د امریکا په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنو د تورونو او په دې تړاو د روانو تحقیقاتو په سبب له ډېره وخته سړې بلل کیږي.

XS
SM
MD
LG