د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۲۷ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۳:۳۵

پکتیا کې د نړیوالو ځواکونو په هوايي حمله کې ۵ وسله وال وژل شوي


په پکتیا کې د نړیوالو ځواکونو په هوايي حمله کې پنځه وسله وال وژل شوي دي.

سیمه ییز چارواکي وايي چې دا حمله پرون مازدیګر د پکتیا ولایت د احمدابا ولسوالۍ اړونده څېړۍ سیمه کې شوې ده.

د پکتیا د امنیه قوماندانۍ د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، وسله وال په یوه سراچه موټر کې سپاره وو چې د غوڅ ملاتړ د ځواکونو له خوا برید پرې وشو.

خبرپاڼه زیاتوي چې په برید کې د وسله والو موټر، وسلې او نور وسایل هم له منځه تللي دي.

د سرچینې په وینا په برید کې ملکي وګړي نه دي زیانمن شوي.

د چهارشنبې په ماښام هم د دې ولایت د جانيخېلو ولسوالۍ په کوټکي سیمه کې د نړیوالو ځواکونو په هوايي برید کې ۱۵ وسله وال مړه او دوه نور ټپیان شول.

XS
SM
MD
LG