د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۱ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۹:۲۳

په پکتیا کې هوايي حملې پنځه وسله وال طالبان وژلي


د پکتیا چارواکي وايي چې نن د پنجشنبې په ورځ مازدیګر مهال پنځه نیمې بجې د یاد ولایت د احمدابا ولسوالۍ اړوند په څېړۍ سیمه کې د نړیوالو ځواکونو په هوايي برید کې پنځه وسله وال وژل شوي دي.

د پکتیا د امنیه قوماندانۍ د رسنیو دفتر ازادي راډیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویلي چې وسله وال په یو سراچه موټر کې سپاره و چې د غوڅ ملاتړ د ځواکونو لخوا پرې هوايي برید وشو.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، په دې برید کې د وسله والو ګاډی، وسلې او نور وسایل هم له منځه تللي دي.

د سرچینې په وینا چې پدې برید کې له وسله والو پرته بل چاته زیان ندی رسیدلی.

یاده دې وي چې تېره شپه د یاد ولایت د جاني خېلو په کوټکي سیمه کې هم د نړیوالو ځواکونو په هوايي برید کې ۱۵ وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي و.

XS
SM
MD
LG