د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۱ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۱:۳۹

چارواکي: یو لړ هوايي او ځکمنیو عملیاتو کې ۱۳۰ طالبان وژل شوي


امنیتي چارواکي وايي، په جنوب ختیځ ولایتونو غزني، پکتیا، پکتیکا او خوست کې په تېره یوه اوونۍ کې په یو لړ هوايي او ځکمنیو عملیاتو کې ۱۳۰ طالبان وژل شوي دي.

دغه څرګندونې د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان شور ګل پښتون نن په ګردېز کې یوې خبري غونډه کې وکړې.

ښاغلي پښتون دغه شان وویل چې د وسله والو مخالفینو د ځپلو لپاره نور عملیات هم په پام کې دي.

نوموړي دغه شان د یادو ولایتونو د لویو لارو د امنیت د خوندیتوب ډاډ هم ورکړ ویې ویل چې په دې برخه کې هم د دوی هڅې روانې دي.

XS
SM
MD
LG