د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۲۷ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۳:۳۶

امریکا کې د "Playboy Magazine" بنست اېښودونکی مړ شو


په امریکا کې د ډېرې مشهورې مجلې پلې بای "Playboy Magazine" بنست اېښودونکی هیو هفنر چې یو نوي کلن و، تېره شپه ساه ورکړه.

د هغه د دفتر خبرپاڼه وايي چې هیو بېګا په خپل مرګ، په خپل کور کې مړ شوی دی.

هیو هفنر په نولس سوه دري پنځوس میلادي کال کې، په داسې امریکا کې چې ډېرو محافظه کار فکر کول، په خپل کور کې د پلې بای مجلې نظر په یوازې ۶۰۰ ډالرو عملي کړ.

د هغه د مجلې پر لومړۍ ګڼه د امریکا د پېژندل شوې هنرمندې مارلین مونرو عکس خپور شوی و.

هیوهفنر د بیان ازادۍ، د بېلابېلو توکمونو د خلکو ترمنځ د مینې او په ټولنو کې د خلکو د الحاق په اړه په مبارزې پېژندل شوی و .

XS
SM
MD
LG