د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۱ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۹:۳۰

تورچینوف: اوکراین کې چاودنو زیات پوځي تجهیزات له منځه وړي


اولکساندر تورچینوف

د اوکراین د دفاع او امنیت شورا رئیس، اولکساندر تورچینوف نن وویل چې د پوځ په دوو سترو ډیپوګانو کې چاودنو زیات پوځي تجهیزات له منځه وړي او پوځ ته يې په وروستیو درېیو کلونو کې تر ټولو ستره ضربه ورکړې ده.

د اوکراین د پلازمېنې کيف په ۲۷۰ کيلومترۍ کې پرون د پوځ په یوه لوي وسله تون کې د چاودنو او ورپسې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۳۰ زره کسان له خپلو کورونو وتلو ته مجبور شول.

په اوکراین کې د بېړني وضعیت د څارنې د دولتي کمېټې مشر میکولا چیچوتکین ویلي چې د اطفايې کارکوونکي حتی نن هم نه دي توانیدلي چې په بشپړ ډول اور مړ کړي ځکه د پر اوکساید کیمیاوي موادو چاودنې لا هم دوام لري.

د اوکراین د دفاع او امنیت شورا رئیس الکساندر تورچینوف وویل، د پوځ جنګي قابلیت ته په ختیځ کې د بېلتون غوښتونکو پرضد د جګړې له پېل راهیسې تر ټولو ستره ضربه ورکړل شوې ده.

XS
SM
MD
LG