د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۲۷ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۲:۳۷

محمد اشرف غني ولسي جرګې ته د سولې په اړه ډاډ ورکړی


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ولسي جرګې ته ډاډ ورکړی چې له پاکستان سره د سولې د مذاکرو په هر پړاو کې به له ملي شورا سره د سلا پر اساس پر مخ ځي.

ښاغلي غني نن په کابل کې د ولسي جرګې له یو شمېر استازو سره وکتل او په افغانستان کې د سولې لپاره د حکومت پر هڅو یې خبرې ورسره وکړې.

د ارګ خبرپاڼه وايي چې د ولسمشر غني په باور، تر ۴۰ کلونو وروسته افغانستان ته ښه موقع برابره شوې او باید ښه کار ورڅخه واخلي.

ولسمشر غني د سولې لپاره پر ملي اجماع او د خلکو پر نظر ټینګار کړی دی.

په خبرپاڼه کې له پاکستان سره د افغانستان د حکومت د سولې د مذاکرو یادونه شوې خو نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

XS
SM
MD
LG