د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۰ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۲۶

صلاح الدین رباني: را روانو انتخاباتو لپاره اندېښنه لرو


د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د راروانو ټاکنو د شفافیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

صلاح الدین رباني نن په کابل کې په یوه غونډه کې چې د هغه د پلار، برهان الدین رباني د قتل د شپږمې کلیزې په مناسبت جوړه شوې وه، وویل چې د ټاکنو د شفافیت لپاره باید مسؤلې ادارې زیاتې هڅې وکړي.

صلاح الدین رباني وویل:

"هر انتخابات به چې لازم شفافیت او سلامتنه‎لري، د ستونزو عامل وي. له دې امله د را روانو انتخاباتو لپاره اندېښنه لرو."

برهان الدین رباني د سولې د عالي شورا د مشرۍ پر مهال، د ۲۰۱۱ میلادي کال د سېپټمبر په میاشت کې په کابل کې په یوه انتحاري حمله کې ووژل شو.

XS
SM
MD
LG