د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۴

د میدان وردګ د اوسني امنیه قوماندان نه د ولایتي شورا شکایت


د ناامنیو زیاتوالی، د دولتي پروژو نه پلي کېدل، د ملکي تلفاتو زیاتېدل او د مخالفینو پر وړاندې د پولیسو د ځینو پوستو تسلېمېدل هغه موارد دي چې د میدان وردګو د ولایتي شورا غړي یې لامل، د دغه ولایت د امنیه قوماندان بې پروايي او د ده د مسلکي ظرفیت ټیټوالی ګڼي.

دا خبرې د یاد ولایت د ولایتي شورا ۱۵غړېو د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وکړې.

دوی ویل، د میدان وردګ د اوسني امنیه قوماندان فهیم قایم په موجودیت کې ناممکنه ده چې په ولایت کې امنیتي وضعیت ښه شي.

دوی له حکومته وغوښتل چې ژر تر ژره دې امنیه قوماندان له دندې لېرې او ودې پوښتل شي.

د دغه ولایت د ولایتي شورا غړي عصمت الله عاصم وویل:

"د میدان وردګو له امنیه قوماندان نه له ډېر وخت راهیسې شکایتونه کېږي، د ولایت امنیت خراب شوی، حتی په مرکز او یو کیلو مترۍ او دوه کیلومترۍ کې وژنې کېږي. دغه کس پخوا هم ناامني رامنځته کړې وه او اوس یې هم امنیتي وضعیت خراب کړی دی. په نرخ ولسوالۍ کې چې ۵ کیلومتره واټن کې پرته ده له اتو میاشتو راهیسې په کې د یو روغتیايي مرکز افتتاح نه شو کولی."

ده وویل، په دې اړه یې ډېر ځلي له امنیه قوماندان، والي او نورو مسؤلینو سره خپلې اندیښنې شریکې کړي، خو نتیجه یې نه‎ده ورکړې.

ښاغلي عاصم وویل، د اوسني امنیه قوماندان په موجودیت کې په دې وروستیو کې د نرخ، سیداباد او جلرېز د ولسوالیو اړوند، د پولیسو څو پوستې، وسله‎والو مخالفینو ته تسلیم شوي دي.

ده دا هم وویل چې اوسنی امنیه قوماندان پخوا تر دې هم د میدان وردګو ولایت امنیه قوماندان و چې په هغه وخت کې هم د امنیت په راوستلو کې پاتې راغلی و او اوس چې د دوهم ځل لپاره امنیه قوماندان شوی، د سیمې امنیتي وضعیت یې له پخوا نه هم خراب کړی دی.

په ورته وخت کې میدان وردګو د والي ویاند عبدالرحمن منګل ازادي راډیو ته وویل، تېره ورځ امنیه قوماندان پر ولایتي شورا یو لړ تورونه ولګول او نن ولایتي شورا، امنیه قوماندان تورن کړ.

ده وویل، ښه دا ده چې دواړه لوري د خپلو تورونو په اړه کره اسنادو وړاندې کړي.

منګل زیاته کړه:

"که امنیه قوماندان اسناد او شواهد لري عدلي او قضايي ارګانونو ته دې ولېږي او نن چې ولایتي شورا کوم تورونه پر امنیه قوماندان لګولي، موږ د دې پلویان یو دواړو لوري دې د خپلو تورونو اسناد عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپاري چې په اړه یې اجرأت وشي."

هڅه مو وکړه چې د میدان وردګو د ولایت د امنیه قوماندان نظر هم ولرو خو اړیکه مو ورسره ټینګه نه‎شوه.

خو د کورنیو چارو وزارت د ویاند دفتر سرپرست ازادي راډیو ته وویل چې په دې اړه په جزئیاتو نه‎دي خبر.

میدان وردګ د پایتخت کابل ګاونډ ولایت دی چې هرات او کندهار ته ځمکنۍ لار په همدې ولایت تېره شوې ده.

افغان امنیتي مسؤلینو پخوا تر دې د دغه ولایت امنیتي وضعیت د پایتخت کابل د امنیت او دغه شان د لویو لارو د مساپرو د خوندیتوب په برخه کې مهم ګڼلی او په یاده برخه کې یې د جدي هڅو خبره کړې ده.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG