د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۷

هانک کانګ کې داوطلبۍ ته ایښودل الماس به په۳۰ میلیونه ډالره وپلورل شي


په لومړي ځل تر ټولو دروند الماس په هانک کانګ کې داوطلبۍ ته ایښودل شوی چې تمه ده په ۳۰ میلیونه امریکایي ډالرو وپلورل شي.

تمه ده ۱۶۳،۴ قیراطه بې ساری سپین الماس چې داوطلبۍ ته ایښودل شوی دی، په ۳۰ میلیونه امریکایي ډالرو وپلورل شي.

دا لومړی ځل دی چې دومره دروند الماس داوطلبۍ ته ایښودل شوی دی.

دغه الماس د پنجشنبې په ورځ په هانک کانګ کې د کریستیز Christie's په نوم شرکت له‎خوا داوطلبۍ ته وړاندې شو.

د کریستیز شرکت د اروپایي څانګې مشر فرانکوېز کوریل Francois Curial ویلي چې هغه هېڅ‎کله دا ډول الماس نه وو لیدلی.

دغه الماس په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د آنګولا په یوه کان کې موندل شوی دی دی.

الماس پیژندونکی وایي، دا تر ټولو لوی الماس دی چې په دغه هېواد کې ترلاسه شوی دی.

دا الماس د یوه امېل څخه چې د سپینو زرو او زمردو ډبرې په‎کې کار شوي وې، را ایستل شوې او ټاکل شوې د نوومبر پر ۱۴مه په ژنیو کې داوطلبۍ ته وړاندې شي.

XS
SM
MD
LG