د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۶ تله ۱۳۹۶ کابل ۱۱:۵۷

چارواکي: غزني کې د پولیسو یو افسر نامعلومو وسله والو وواژه


د غزني ولایت سیمه‎ییز امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ د جنايي برخې د کنټرول مدیر لومړی څارن حمیدالله ودان د نامعلوم وسله‎والو په غلچکي برید کې ووژل شوه.

د والي ویاند محمد عارف نوري نن پنجشنبه ازادي راډيو وویل چې لومړی څارن حمید الله نن سهار شاوخوا ۸بجې نامعلومو وسله‎والو هغه مهال په نښه کړ کله چې نوموړی د غزني ولایت په مرکز کې د درېیم پلان په ساحه کې په ګزمه بوخت و.

نوموړی وايي، بریدکونکی له سیمې په تېښته بریالی شوی خو په خبره یې چې پولیسو د نیولوهڅې پیل کړي دي.

د یادونې وړ ده چې تراوسه کومې وسله‎والې ډلې د یادې پېښې پړه پرغاړه نه‎ده اخېستې.

XS
SM
MD
LG