د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۱ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۵:۱۰

ناټو: کابل کې د امریکا د هوايي حملې یو توغندۍ په هدف ونه لګېد


ناټو وایي، د کابل په هوایي ډګر د وسله والو د برید د شنډولو په هدف د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره د امریکا د هوايي حملې یو توغندۍ په هدف ونه لګېد او یو شمېر ملکیانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

پرون د کابل په هوايي ډګر د دولت وسله والو مخالفینو څو توغندي وویشتل او وروسته یې پرې ډله ییز برید وکړ.

برید کوونکي څلور تنه وو چې ټول ووژل شول.

د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت په خپره کړې خبرپاڼه کې په دې اړه چې ملکیانو ته زیان رسیدلی، ژوره خواشیني څرګنده کړې ده او ویلي یې دي چې ناټو ملکیانو ته د تلفاتو د مخنیوي لپاره ټول محتاطانه اقدامات کوي.

ناټو د تلفاتو د شمېرپ ه اړه څه نه دي ویلي خو له دې مخکې افغان چارواکو د برید کوونکو د توغندیو د برید په نتیجه کې د یوې ښځې د وژل کېدو او ۱۱ تنه ملکیانو د ټپي کیدو خبره کړې وه.

ناټو ویلي چې د دغې پېښې په اړه څېړنه کوي.

طالبانو ویلي دي چې دا حمله دوی کړې ده او داعش په خپلې ویبپاڼې؛ اعماق کې د دې برید ویډیو خپره کړې او د حملې مسؤلیت یې په غاړه اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG