د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۲۷ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۲:۲۷

امریکا خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړ چې افغانستان ته سفر ونه کړي


د کابل پر هوایي ډګر له برید وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی دی چې افغانستان ته سفر ونه کړي.

د امریکا سفارت په کابل کې اعلامیه خپره کړه، په دې اعلامیې کې د افغانستان وضعیت بې ثباته بلل شوی دی او ویل شوي دي چې په دغه هېواد کې امریکایانو ته ګڼ ګواښونه شته.

په اعلامیه کې ویل شوي دي، کوم امریکایان چې په افغانستان کې دي یا په افغانستان کې ژوند کوي باید ژر له دغه هېواده ووځي.

په کابل کې پرون د حامد کرزي پر نړیوال هوایي ډګر برید وشو. برید کوونکي څلور تنه وو چې پرون مازدیګر ووژل شول.

د برید کوونکو د توغندیو د برید له امله یوه ښځه ووژل شوه او یولس تنه ملکیان ټپیان شول.

طالبانو ویلي دي چې دا حمله دوی کړې ده او داعش په خپلې ویبپاڼې؛ اعماق کې د دې برید ویډیو خپره کړې او د حملې مسوولیت یې په غاړه اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG