د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۴ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۵۹

د فراه والي: پشت کوه کې ۷ پولیس او ۱۱ مخالفین وژل شوي دي


د فراه والي وایي، د پشت کوه په ولسوالۍ کې اووه پولیس او ۱۱ مخالفین وژل شوي دي.

محمد عارف شاه جهان د دې برید په اړه چې د سې شنبې په شپه وشو، ازادي راډيو ته وویل:

"زموږ اووه پولیس شهیدان شول او څلور تنه هم زخمیان دي. د دښمنانو دوه مړي په سیمه کې پاتې دي. کله چې مرستندویه ځواکونه د جګړې ځای ته ورتلل، له سیمې څخه د ترلاسه شويو معلوماتو له مخې د دښمنانو تلفات تر یولسو رسیدلي وو."

په یو شمير راپورونو کې ویل شوې دي چې شاوخوا درې سوه یاغیانو د پشت کوه د ولسوالۍ پر پوستو برید کړی وو، خو د فراه والي وویل چې د دې شمېرو په اړه دقیق معلومات نه لري.

XS
SM
MD
LG