د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۰ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۸:۳۹

د اروپا لیګ کې بارسلونا له اسپورټینګ سره لوبېږي


د اروپا د اتلولي لیګ په لړ کې نن شپه بارسلونا له سپورټینګ سره لوبېږي.

دغه لوبه د کابل پر وخت د شپې ۱۱:۱۵ دقیقې د اسپورټینګ په کوربه توب پیلېږي.

د دغه لیګ د نن شپې په نورو لوبو کې چلسي له اتلتیکو مادرېد، یونټوس له المپیا کاس، پاریس له بایرن مونیخ او منچسټر یونایټېډ له CSKA Moscow سره لوبه کوي.

دغه راز د اسپانیا د لالیګا سیالیو په جریان کې تېره شپه دروتموند ۱ د ۳ پر وړاندې لوبه ریال مادرېد ته وبایلله.

XS
SM
MD
LG