د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۱ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۱:۳۴

د ۱۹کلونو افغان لوبډله بنګله دیش سره ۵ یو ورځنۍ لوبې پیلوي


د افغانستان د ۱۹ کلونو د کرکټ ملي ټیم سبا پنجشنبې د بنګلادیش له لوبډلې سره پنځه یو ورځنۍ لوبې پیلوي.

د افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک نن ازادي راډیو ته وویل، دا لوبې د روان میلادي کال د اکتوبر په ۶ نېټه پای ته رسېږي.

د ښاغلي هوتک په وینا له دغو لوبو څخه هدف د ۱۹ کلونو د اسیا او نړیوالو اتلولیو ته تیاری دی.

XS
SM
MD
LG