د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۶ تله ۱۳۹۶ کابل ۱۱:۵۸

ترکمنستان کې د سالون دننه اسیايي سیالیو ۵م پړوا پای ته ورسېد


د ترکمنستان په کوربه توب د سالون دننه اسیايي سیالیو پنځم پړوا نن پای ته ورسېد.

د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست په فیسبوک پاڼه کې راغلي چې افغانستان په دغو لوبو کې د ۱۲ مډالونو په خپلولو سره ۲۲م مقام خپل کړ.

په دغو سیالیو کې افغانستان د جیوجیټسو او کورش په برخه کې یو د سرو زرو او بل د سپینو زرو مډال واخېست چې دغه راز د غېږنیونې، موی تای او سنوکر په برخه کې لس نور د بُرنزو مډالونه د افغانستان په برخه شول.

دغو سیالیو کې څه باندې ۲۱۵ افغان لوبغاړو په ۱۶ بېلابېلو ورزشي برخو کې ګدون کړی وو چې په پای کې دوو تنو افغان لوبغاړو حسین بخش صفري او زهرې رضایي ته په ترکمنستان کې د تحصیلي بورسونو زمینه برابره شوه.

د ترکمنستان د ۲۰۱۷میلادي د سالون دننه اسیايي سیالۍ د سېپټمبر په ۱۷مه په عشق آباد کې پيل شوې چې له شاوخوا ۶۴ هېوادونو څخه په کې ۶ زره لوبغاړو په ۲۱ بېلابېلو ورزشي رشتو کې ګډون کړي وو.

XS
SM
MD
LG