د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۸

کوهستاني: د بندیانو د ساتنې لپاره دې د مامورینو تشکيل زیات شي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د توقیف خونو او عمومي زندانونو مشر وايي، پرېښنايي وسایلو او د بندیانو د انتقال وسایلو ته نه لاسرسی او د تشکیلاتو کموالی، د دوی عمده ستونزې دي.

د کورنیو چارو وزارت د زندانونو او توقیف خونو عمومي رئیس عبدالحیلم کوهستاني د دوشنبې په ورځ د محبسونو منسوبینو ته د یوه رونېز سیمینار د پیل پر مهال وویل چې اوس مهال د څه باندې ۳۰ زره زندانیانو د ساتنې لپاره ۶ زره امنیتي مامورین موظف دي چې د نوموړی په خبره باید په شمېر کې يې زیاتوالی راشي.

ښاغلي کوهستاني وویل چې د دې ترڅنګ د افغانستان محبسونه له نورو ستونزو لکه په ۸ ولایتونو کې د معیاري محبسونو د ودانیو د نشتوالي او د برېښنايي وسایلو د نه شتون سره مخ دي.

ښاغلی کوهستانی وایي:

"د څرخي پله او د ولایتونو زندانونو ته د ممنوعه وسایلو د داخلولو د مخنیوي د پرمختللو الکټرونیکي وسایلو نه موجودیت، په زندانونو کې د ثقیله وسلو کمښت، د زندانیانو د انتقال لپاره د ځانګړو وسایلو، د ناروغو زندانیانو د انتقال لپاره د امبولانسونو نه موجودیت، په رغتونونو کې د پرسونل کمښت او یو شمېر نور زموږ سترې ستونزې دي. "

د مسؤلینو په وینا، د افغانستان په زندانونو کې اوس مهال نېږدې ۳۰ زره زندانیان چې ډېری يې د کورني امنیت د خرابولو په جرم زنداني شوي، ساتل کېږي.

هغه شمېرې چې د مسؤلینو له خوا وړاندې شوي، له مخې یې یوازې په وروستیو شپږو میاشتو کې له ۵ زره ډېر مجرمین زنداني شوي دي.

د مسؤلینو په وینا، د زندانونو لپاره هغه وخت شته امنیتي تشکیل ټاکل شوی و چې د هېواد په زندانونو کې له ۷ زرو کم زندانیان ساتل کېدل.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت د تفتیش عمومي رئیس عبدالضیا کوهستاني جوړې شوې غونډې ته وویل، د زندانونو او توقیف خونو د ستونزو د هواري په هدف هڅې روانې دي.

ښاغلی کوهستانی زیاتوي:

"ستاسې د ستونزو اړوند ټول وړاندیزونه ما یاداښت کړل او د کورنیو چارو وزارت مشرتابه ته یې لېږم، تاسې خپله هم د کورنیو چارو د وزارت په غونډو کې ګډون لرئ او وزارت ستاسې له ټولو ستونزو خبر دی. "

د زندانونو د عمومي ریاست مسؤلین هم هیله من دي چې د کار پر وړاندې یې شته ستونزې ژر هوارې شي.

د افغانستان د زندانونو د عمومي رئیس عبدالحلیم کوهستاني په خبره، یو شمېر نیمګړتیاوې چې په بېلابېلو مواردو کې د بندیانو له خوا مطرح کېږي، په یادو برخو کې د موجوده ستونزو له کبله دي.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG