د ترکمنستان د سالون دننه اسیایي سیالیو په لړ کې د افغانستان د فوټسال لوبډله د برنزو د مډال د ترلاسه کولو په هدف، سبا سې شنبه له جاپان سره د لوبو ډګر ته وځي.
د فوټبال فدارسیون تخنیکي ډایرکټر طاهر روفي نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې دغه لوبه د کابل پر وخت ۴ بجې او ۳۰ دقیقې پیلېږي.
دغه شان د فوټسال ملي لوبدلې د دغو سیالیو په نیمه پاېلوبه کې کې پرون یکشنبه ایران ته ۲ د ۸ پر وړاندې وبایلله.
د فوټسال سیالیو نیمه پاېلوبې ته د افغانستان ترڅنګ، د ایران، جاپان او ازبکستان د فوټسال لوبډلو لار موندلې ده.