د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۳

د عراق کُردان د خپلواکۍ لپاره رأیې ورکوي


د بغداد له ګواښونو سره- سره چې ويلي یې دي د عراق د یووالي د ساتلو لپاره به جګړه وکړي، د عراق په خودمختاره کُردستان سیمه کې د خپلواکۍ لپاره ټولپوښتنه یا ریفرانډم نن سهار پیل شوی او مستحق رأیې ورکوونکي د رأیې مرکزونو ته ځي او خپلې رأیې کاروي.

د کُردستان د سیمه ییزې ادارې مشر مسعود بارزاني ویلي چې نننۍ ټولپوښتنه چې اجرائیه بڼه نه لري، د دې سیمې د خپلواکۍ لپاره د خبرو اترو د اوږدې پروسې لومړی ګام دی.

د عراق کُردستان له ۱۹۹۱ کال راهیسې خودمختاره دی او د اسلامي دولت سخت دریځې ډلې داعش په وړاندې جګړه کې یې مهمه ونډه لرلې ده.

د کُردستان د سیمه ییزې ادارې مشر مسعود بارزاني
د کُردستان د سیمه ییزې ادارې مشر مسعود بارزاني

په کُردستان کې شاوخوا ۱۲ زره د رأیې ورکولو مرکزونه په سیمه ییز وخت د سهار له اتو بجو پرانېستل شوي دي او په سیمه کې له ۵،۳ میلیون زیات وګړي د رأیې ورکولو مستحق پيژندل شوي دي.

د پلان له مخې د رأیې مرکزونه به د ۱۲ ساعتونو لپاره پرانېستې وي. که څه هم په دې شک نشته چې په دغه ټولپوښتنه کې به ګډونوال په غوڅ اکثریت خپلواکۍ ته رأیه ورکړي خو لومړنۍ نتیجه به یې په ۲۴ ساعتونو کې اعلان شي.

مسعود بارزاني پرون په ایربیل کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې له بغداد سره شراکت ناکام شوی او دوی به بېرته ور ونه ګرځي او په ټولو کُردانو یې غږ وکړ په سوله ییز ډول رأیه ورکړي.

ملګرو ملتونو، د امریکا متحدو ایالتونو او یو شمېر نورو لویدیځو قدرتونو اندیښنه ښکاره کړې چې دغه ریفرانډم ښایي د اسلامي دولت سخت دریځې ډلې یا داعش په وړاندې له جګړې پام بلې خوا ته واړوي او په لانجمنو سیمو کې ښایي د شخړو د رامنځته ته کېدو سبب شي.

له دغه ریفرانډم سره د بغداد شیعه حکومت، ګاونډیانو ترکیې او ایران هم چې په خپلو کې هېوادونو کې یې کُردان اقلیت دي، مخالفت کړی دی.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت نن وویل چې که د خپلواکۍ لپاره د عراق د کُردستان ریفرانډم د ترکیې ملي امنیت له ګواښ سره مخامخ کړي انقره به د نړیوال قانون له مخې له ټولو امکاناتو کار واخلي.

دې وزارت وویل چې دغه ټولپوښتنه په رسمیت نه پیژني او نتیجه به یې هم د اعتبار وړنه وي.

انقرې دغه راز د عراق د کُردستان سیمه ییزه اداره تورنه کړه چې د عراق او ټولې سیمې سولې او ثبات ته یې ګواښ متوجه کړی دی.

د عراق صدراعظم حیدرالعبادي د یکشنبې په ورځ په ټلویزیونې وینا کې دغه ریفرانډم د اساسي قانون او د مدني سولې خلاف وباله.

عبادي وویل بغداد به د هېواد د یووالي د ساتلو لپاره له ټولو ضروري اقداماتو کار واخلي.

عبادي دغه راز وویل چې دغه ټولپوښتنه ښایي قومي اختلافاتو ته لاره هواره کړي او عراقیان به له سختو خطرونو سره مخامخ کړي.

په تهران کې هم د ایران د ملي امنیت د عالي شورا ویاند کیوان خسروي وویل چې هېواد یې د عراق د حکومت په غوښتنه د کُردستان له سیمې سره ټولې الوتنې بندې کړي دي.

د ترکیې د ولسمشر رجب طیپ اردوغان دفتر وویل چې اردوغان او ایران ولسمشر حسن روحاني په ټیلفوني خبرو کې د دغه ریفرانډم په اړه خپلې اندیښنې سره شریکې کړې او ویې ویل چې هغه ښایي په سیمه کې د ګډوډۍ د رامنځته کېدو سبب شي.

له مخالفتونو سره-سره به د کُردستان د خلکو نظر واخېستل شي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:02 0:00

د ترکیې صدراعظم بن علي یلدرېم ویلي چې هېواد به یې هېڅکله هم له خپلو جنوبي پولو سره د هرنوي دولت جوړېدل یا د سیې د موقف بدلیدل ونه زغمي.

د کُردستان د سیمه ییزې ادارې مشر مسعود بارزاني ویلي چې دی تمه نه کوي چې له ټولپوښتونې وروسته به د کُردانو د خپلواکۍ په وړاندې د نړیوالو سخت عکس العملونه ډېر دوام وکړي.

هغه همدا راز هغه اندیښنې بې ځایه وبللې چې ګواکې له دغه ریفرانډم سره به سیمه بې ثباته شي او ژمنه یې وکړه چې په سیمه کې د نویو پولو د ایستلو غوښتونکی نه دی.

د عراق د کُردستان چارواکو ویلي چې دغه ریفرانډم په درې ولایتونو داهوک، ایربیل او سلیمانیه کې چې رسماً د کُردستان په خودمختاره سیمې پورې تړلي او هم یې په یو شمېر څنګلورو سیمو کې ترسره کیږي.

د تیلو بډایه کرکوک، مخمور، خانقین او سینجار هغه لانجمنې سیمې دي چې په کې دغه ټولپوښتنه ترسره کېږي.

کُرد پیشمرګه جنګیالیو له ۲۰۱۴ کال راهیسې د اسلامي دولت سخت دریځې ډلې یا داعش په وړاندې د جګړې په ترڅ کې پر اکثرو دغو سیمو خپل کنټرول ټینګ کړی دی.

XS
SM
MD
LG