د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۰۴

یوسفي: په افغانستان کې هره ورځ په منځني ډول۶ تنه د ماینونو قرباني کېږي


د افغانستان د ماین پاکۍ د همغږۍ او انسجام ریاست د ماینونو له امله د قربانیانو د شمېر پر زیاتوالي اندېښنه ښیي.

دغه اداره وايي، له ګڼو هڅو سره سره لاهم په افغانستان کې د ماینونو او ناچاوده مهماتو د چاودنو له امله په منځني ډول هره ورځ شپږ کسه قرباني کېږي.

د افغانستان د ماین پاکۍ د همغږۍ او انسجام ادارې رئیس محمد شفیق یوسفي د یکشنبې په ورځ د سولې د نړیوالې ورځې په مناسبت یوې غونډې ته په خبرو کې د ماینونو له امله د قربانیانو د شمېر زیاتوالی د اندېښنې وړ وباله.

نوموړي زیاته کړه:

"دا شمېره ډېره لوړه ده، حتا د ۲۰۰۱ میلادي کال په پرتله چې ډېر لوړې شمېرې وې او مهاجرین هم راستنېدل هغه ریکارډ يې مات کړو او دا زموږ لپاره ډېره د اندېښنې وړخبره ده، له همدې امله موږ هلې ځلې پیل کړي او له مرسته کوونکو سره په تماس کې یو."

دی وايي، لا هم په افغانستان کې په زر کېلومتره مربع ځمکه کې کرل شوي ماینونو پاتې دي، خو د بودجې کمښت د ماین پاکۍ چارې له خنډ سره مخ کړي دي.

د افغانستان په شمال کې کشف شوي ماینونه.
د افغانستان په شمال کې کشف شوي ماینونه.

د ښاغلي یوسفي په خبره که کافي بودجه د دوی په واک کې وي، پلان دا دی چې تر ۲۰۲۳مېلادي کاله پورې به افغانستان په بشپړ ډول له ماینونو پاک شي.

نوموړي زیاته کړه؛ دوی سږ کال په دې توانېدلي چې له نړیوالو مرستندویه هېوادونو څلوېښت فیصده بودجه ترلاسه کړي.

ښاغلي یوسفي وویل چې په پاتې ماینونو کې څلوېښت په سلو کې يې پخواني او نور يې د ۲۰۰۱ میلادي کال راپه دېخوا د جنګونو له امله په ناامنه سیمو کې ښخ شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې په تېرو درېیوو لسیزو کې د ماینونو له امله ۲۸۰۰۰ ملکیان زیانمن شوي دي.

له افغانستانه د شوروي پوځیانو له وتو وروسته په ۱۹۸۹میلادي کال کې د ملګرو ملتونو په مالي مرسته په دې هېواد کې د ماین پاکولو نېږدې ۵۰ بېلابېلو موسسو فعالیت پیل کړ چې د معلوماتو له مخې تر اوسه يې په ټول افغانستان کې اتلس میلیونه ماینونه او ناچاوده مواد راټول او له منځه وړي دي.

په ورته وخت کې د امنیتي چارو یو شمېر کارپوهان له افغان حکومته غواړي چې باید د ماینونو د له منځه وړلو په برخه کې جدي هلې ځلې وکړي.

امرالله امان
امرالله امان

له دې ډلې يې امرالله امان د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:

"که موږ د ورځې شپږ نفره نه پنځه هم له لاسه ورکړو د میاشتې تقریباً ۱۵۰ نفره کېږي، د کال به څومره شي دا خو اخر انسانان دي دوی د ژوند حق لري، الله جل جلاله دې ته نه دي پيدا کړي چې د پټ دښمن په وسله چې هغه ماین دی تبا او برباد شي."

ښاغلی امان وايي، د ماینونو موجوده ګواښ ته په کتو، مخالفینو سره د مخامخ جګړې په پرتله د ماینونو په چاودنه کې زیات شمېرکسان وژل کېږي چې ډېری یې ملکیان دي.

دی وايي، حکومت باید د دغه پدیدې د لمنځه وړلو لپاره له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG