د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، د پوهنې د درېیم ملي ستراتيژیک پلان له پلي کېدو سره به د تدریس کیفیت ښه، ظرفیتونه به لوړ، د بېسوادۍ اوسنۍ شمېره به کمه او د ښوونکي او زده کوونکي ترمنځ به د تعلیم رېښتینې اړیکه ټینګه شي.
د دغه وزارت سرپرست او تدریسي مرستیال ابراهیم شینواري د یکشنبې په ورځ په کابل کې د چارو پوهانو او د هېواد د ۳۴ ولایتونو د پوهنې رئیسانو ته، د دغه پلان د تشریح کولو پر مهال وویل، یاد پلان به مو د هېواد د پوهنې په سیسټم کې د اصلاحاتو نتایجو ته نېږدې کړي.
ښاغلي شینواري د دغه پلان د اهدافو په اړه وویل:
"د خوندي درسي چاپیریال په رامنځته کولو کې به د پوهنې وزارت خپلو هدفونو ته نېږدې، د ښوونکو او زدهکوونکو شمېر به زیات، د زدهکوونکو د نتیجو د ارزونې سیسټم به جوړ، ځوانانو او لویانو ته به د سواد د زدهکړو کې پروګرامونو تنظیم، د ځانګړو اړتیا لرونکو ته به د زدهکړو زمینې برابرې، په بیړنیو حالاتو کې به د زدهکړو پروګرامونه جوړ، په پوهنه کې به د ټولنې او کورنیو ونډه شامله، د وزارت د کار کوونکو ظرفیتونه به لوړ او د څار او ارزونې داسې سیسټم به جوړ شي چې چارې په دقت سره وڅېړي."
ښاغلي شینواري وویل، د دغه ستراتیژیک پلان پرمټ به، د سل زرو ښوونکو او د ښوونځیو د ۱۵۰۰۰ مدیرانو مسلکي مهارتونه هم لوړ شي.
د ده په خبره ۲۵۰۰ ښوونځي به د معلوماتي تکنالوژۍ په پرمختللو وسایلو تجهیز او۴۵۰۰ نوي درسي صنفونه به جوړ شي.
سربېره پر دې چې ۵۰۰۰۰۰ خلک به د سواد له نعمته برخمن شي، څه باندې ۴ میلیونه کسان چې اوسمهال له ښوونځیو پاتې دي په ښوونځیو کې شامل او ۷۴ زره کسان به د پوهنې وزارت د کار د زدهکړو له پروګرامونو فارغ شي.
له دوه زره لومړي کال راهیسې دا درېیم سټراټیژیک پلان دی چې په هېواد کې د پوهنې د کچې د لوړولو په هدف، د پوهنې وزارت لهخوا جوړېږي.
د پوهنې وزارت وايي، اوس د هېواد په ۱۷۴۰۰ ښوونځیو کې څه باندې نهه میلیونه ماشومان په زدهکړو بوخت دي چې ۴۰ فیصده یې نجونې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د دغه وزارت د معلوماتو له مخې دا مهال په ټول هېواد کې څه باندې ۱۰۰۰ ښوونځي د ناامنیو له امله تړل شوي او څه باندې دوه میلیونه ماشومان چې د زدهکړو جوګه دي، له لیک لوسته بې برخې دي.
په ورته وخت کې د پوهنې متخصصین وايي، سره له دې چې اوږد مهاله ستراتیژیک پلانونه کولی شي، د پوهنې د ښه والي لپاره د یو لارښود په توګه وکارول شي، خو د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې یې، پلي کول ګران دي.
د دغو کارپوهانو له ډلې په کابل کې د استاد رباني د ښوونې او روزنې د پوهنځي د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي استاد عبدالجبار څپاند ازادي راډیو ته وویل:
"اندیښنه دا ده، دا ډول ستراتیژیک پلانونه چې څنګه طرح کېږي، په هماغه توګه نه پلي کېږي، تر ټولو عمده ننګونه، د دغه پلان پر وړاندې اوسنۍ امنیتي ستونزې، د جدي ریفورم نشتون او داسې نور مسایل دي. زه فکر کوم، دا یوه تخییلي بڼه لري او د پلي کېدو وړ نهدي."
د ښاغلي څپاند په خبره که حکومت امنیت ته پام وکړي او په دولتي ادارو کې د فساد مخه ونیسي، دا ډول پلانونه به په ښه ډول عملي او نتیجه به یې هم د پام وړ وي.
راپور: خان محمد سیند