د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۰

اتريش، جرمني او فرانسه د جنوبي کوریا المپیک سیالیو کې به ګډون غور کوي


اتریش او جرمني هم پرون جمعه له فرانسې سره په هغه څه کې یوځای شول چې وايي، دوی په ۲۰۱۸ میلادي کال له ژمني المپیک څخه چې په جنوبي کوریا کې ترسره کېږي، پر لرې پاتې کېدو غور کوي.

دوی دا د دې لپاره کوي چې د شمالي کوریا د اټمي پروګرام په اړه وېره په زیاتېدو ده.

د فبرورۍ د میاشتې د ژمني المپیک لوبې د دغې میاشتې له ۹ مې تر ۲۵ مې پورې په پیونګ چنګ کې پلان شوي.

دا سیمه د شمالي کوریا له سرحد څخه ۸۰ کیلومتره لېرې ده چې په درنو وسلو ساتل کېږي.

په دې اوونۍ کې د واشنګټن او پیونګ یانګ ترمنځ لفظي کړکېچ زور واخېست او د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزیر په نیویارک کې خبریالانو ته وویل چې هېواد یې ښايي بل هایدروجني بم وازمايي او دا ځل به یې تر ځمکې لاندې نه، بلکې پر ارام سمندر کې ازموینه وکړي.

له دې لفظي شخړې وروسته د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکړ چې که کړکېچ زیات شي او امنیتي ډاډ ورنه کړل شي، نو د فرانسې ټیم به فرانسه کې پاتې شي.

د المپیک د نړیوالې کمېټې د ډاډ سربېره اتریش او جرمني هم پرون ورته څرګندونې وکړې او ویې ویل چې که وضیعت نور هم خراب شي، د دوی ټیمونه به جنوبي کوریا کې د ژمني المپیک په سیالیو کې ګډون ونه کړي.

XS
SM
MD
LG