د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۵

چارواکي: په کندهار او زابل کې ۲۲ وسله وال او ۵ پولیس وژل شوي


د کندهار امنیتي چارواکي وايي، تېره شپه د دې ولایت د ارغستان او د زابل د شهرصفا ولسوالۍ ترمنځ د امنیتي ځواکونو په کمین کې د ۲ مهمو قوماندانانو په ګډون ۱۸ وسله وال وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

په عین وخت کې د زابل چارواکي وايي چې په مرکز قلات او شاجوی ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ په مخامخ جګړه کې پنځه پولیس او څلور وسله وال وژل شوي.

د کندهار د پولیسو ویاند ضیا دراني نن جمعه ازادي رادیو ته وویل چي تېره شپه درې بجې د کندهار د ارغستان او د زابل د شهري صفا ولسوالۍ ترمنځ د وسله والو طالبانو یو ګروپ د امنیتي ځواکونو پر کمین برابر شوی چې پرمهال يې ۱۸ وسله وال چې دوه مهم قوماندانان هم پکې شامل دي، وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

د دراني په وینا، دغو وسله والو په سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو د حملې پلان درلود چې د کشفي راپورونو په اساس، د امنیتی ځواکونو له کمین سره مخامخ شول.

درانی وايي، په دغه څو ساعته جګړه کي امنیتي ځواکونو او د سیمې اوسېدونکو ته زیان نه دی رسېدلي.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا درانی
د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا درانی

ښاغلي دراني وویل:

"د کشفي راپورونو په اساس دغه وسله والو ته کمین نیول شوی و چې پرمهال يې ۱۸ وسله وال چې دوه مهم قوماندانان هم په کې شامل دي، وژل شوي او ۱۴ نور مرګوني ټپیان دي."

په عین وخت کې د زابل په مرکز قلات کې د لوړو باکوزو پر پوسته د وسله والو طالبانو په حمله کې پنځه پولیس وژل شوي دي.

د دغه ولایت یوه امنیتي مقام ازادي رادیو ته د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې وژل شوي پولیس ټول د یوې پوستې ساتونکي وو.

دغې سرچینې همدا راز وویل چې په ورته وخت کې تېره شپه وسله والو د زابل د شاجوي ولسوالۍ په بازار کې د امنیتي ځواکونو سره مخامخ جګړه کړې چې پرمهال يې څلور وسله وال وژل شوي، درې وسله وال او یو د ملي اردو سرتېری ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د دې پېښو په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG