د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۳

ویدا احمد: د څه باندې درې لسیزو جنګي مجرمین دې محاکمه شي


د انجمن داد خواهان افغانستان په نامه مدني ټولنې د تیرو کلونو په څېر یوځل بیا، پرافغان حکومت او نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې په وروستیو شا اوخوا څلوېښتو کلونو کې، د وژل شویو افغانانو عاملین محاکمه کړي.

د دغې ټولنې لسګونه ښځینه او نارینه غړي د سې شنبې په ورځ د څرخي پله په پلیګون کې را ټول شوي وو او د زرګونو وژل شویو عکسونه یې په تنابونو ځړولي وو.

دوی ویل، د تېرو څلوېښتو کلونو د زرګونو وژل شویو عاملین اوس هم د دولت په ځینو لوړو پستونو کې کار کوي او سره له دې چې حکومت او نړیواله ټولنه یې پېژني، خو پروړاندې یې هیڅ ډول اقدام نه کېږي.

د دې ټولنې مشرې ویدا احمد په دې اړه وویل:

"زموږ د خلکو پروړاندې خیانت او جنایت یوازې د خلقیانو او پرچمیانو حاکمیت پورې نه خلاصه کېږي بلکې، د روس پلوه حکومت له پرځېدو وروسته، تنظیمي او طالبي ډلو داسې خیانتونه او جنایتونه وکړل چې د خلق او پرچم څیرې یې سپینې کړې، اوس هم د هېواد په ګوټ ګوټ کې جنایت روان دی، خو دولت داسې ښيي چې اوبه له اوبو نه دي بېلې شوي."

د جګړو پرمهال د وژل شویو افغانانو انځورونه.
د جګړو پرمهال د وژل شویو افغانانو انځورونه.

د افغانستان او ځینو بهرنیو څېړنیزو موسسو ویلي چې په دغه هېواد کې د شوروي پلوه حکومت له جوړېدو وروسته په جنګونو او بیا د جهادی تنظیمونو ترمنځ جګړو کې شااوخوا یو نیم میلیونه خلک وژل شوي دي.

د «انجمن داد خواهان افغانستان» مسؤلین وايي، څلور کاله مخکې چې د هالنډ حکومت د شوروي پلوه حکومت په واکمنۍ کې، د پنځه زرو افغانانو د وژل کېدو لېستونه خپاره کړل، د ډېرو افغان کورنیو دا تمې یې ختمې کړې چې د خپلو تری تم شویو خپلوانو د راتګ لپاره یې لرلې.

«انجمن داد خواهان افغانستان»، له څلورو کلونو راهیسې د کابل په پلیګون کې د وژل شویو له عسکونو سره راټولېږي او عدالت غواړي.

د افغان حکومت چارواکي بیا وايي، هرکس او هره کورنۍ چې پر هر کس یا کوم دولتي او تنظیمي مسؤل د خپلو خپلوانو د وژل کېدو اسناد ولري، عدلي او قضايي ارګانونو ته دې وسپاري چې په هکله یې اقدام وشي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"هرکس یا ډله چې په تېره کې یې خیانت او جنایت کړی وي، زموږ له خوا محکوم دی، زموږ عدلي او قضايی ارګانونه د هېوادوالو په خدمت کې دي، هرکس چې په دې اړه لازم اسناد ولري، دغو ارګانونو ته دې مراجعه وکړي، د اسنادو په پام کې نیولو سره به یې موضوع ته رسیدګي وشي."

څو کاله مخکې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویلي وو چې د جنګي جنایتونو د عاملینو لېست یې ترتیب کړی دی.

سره له دې چې د افغانستان اکثره خلک د دغه لېست د خپرېدو په تمه دي خو کلونه وشول چې دغه لېست خپور نه شو.

سر بېره پردې د افغانستان په مرکزاو ولایتونو کې مدني فعالانو په وار وار د دوی په ځینو غونډو کې، د جنګي جنایتونو د عاملینو محاکمه غوښتې خو دوی وایي، لاتراوسه دغه کسان نه دي محاکمه شوي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG