تېره شپه د کندهار د خاکریز او غورک ولسوالۍ ترمنځ د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ۱۴ وسلهوال او درې ملکي وګړي وژل شوي او اته وسلهوال ژوندي نیول شوي دي.
د کندهار د پولیسو ویاند ضیا دُراني ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه افغان ځانګړو ځواکونو د کندهار د خاکریز او غورک ولسوالیو ترمنځ په لالک او زرک سیمه کې عملیات کړي چې پر مهال يې ۱۴ وسلهوال وژل شوي او اته نور ژوندي نیول شوي دي.
د دُراني په وینا وسلهوالو د عملیاتو پر مهال د ملکي وګړو څخه د سپر په توګه استفاده کړې چې پر مهال یې درې ملکي وګړي هم په دغه عملیاتو وژل شوي دي.
دی وايي:
"وسلهوال چې د تېښتې په حال کې وو پر افغان ځانګړو ځواکونو يې ډزې کړي او وروسته يې ملکي وګړي د سپر په توګه کارولي چې ۱۴ وسلهوال وژل شوي او درې تنه زموږ بې ګناه ملکیان شهیدان شوي دي."
دُرانی وايي، ځانګړو ځواکونو په دغه عملیاتو کې د وسله والو یو شمېر موټران، لسګونه موټر سایکلونه وسلې او نور مهمات هم لهمنځه وړي دي.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي.
په روانه میاشت کې په کندهار کې د وسلهوالو پر ضد هوايي او ځمکني عملیات زیات شوي.
تردې دوه ورځې مخکې هم یوه افغان چارواکي وویل چې د کندهار په شاوليکوټ ولسوالۍ کې يې د عملیاتو پر مهال د ۴ مهمو قوماندانانو په ګډون ۳۵ وسلهوال وژلي دي.
راپور :محمدصادق رښتینی