د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۷

ټرمپ د "م.م" په سازمان کې د اصلاحاتو لپاره د ملاتړ د راجلبولو هڅه کوي


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ به نن په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې په هغې غونډه کې چې نوموړی به‌یې کوربه‌توب کوي، په دې سازمان کې د اصلاحاتو لپاره د نړیوال ملاتړ د راجلبولو هڅه وکړي.

ټرمپ به چې په کراتو کراتو یې په ملګرو ملتونو انتقاد کړی، په دې اړه چې په دغه نړیوال ارګان کې څه ډول سمون راوستل شي، خپل نظریات څرګند کړي.

یوه ورځ وروسته به هغه د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته وینا وکړي.

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله چې ۱۹۳ غړي لري سبا پیلېږي او د سپټمبر تر ۲۵مې به دوام وکړي.

له ټرمپ سره په دې غونډه کې به د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترس او د ۱۲۰ هېوادونو مشران چې د اصلاحاتو لپاره‌یې د یوې اعلامیې مسوده لاسلیک کړې، ګډون وکړي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترس
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترس

واشنګټن چې د ملګرو ملتونو ستر مالي تمویلوونکی دی خبرداری ورکړی چې خپلې مالي مرستې به زښتې زیاتې کمې کړي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي ویلي چې که دا کار وشي دا سازمان به له یوې لاینحلې ستونزې سره مخامخ شي.

په تېر جون میاشت کې عمومي اسامبلې د ټرمپ د ادارې د فشارونو په نتیجه کې دې ته رأیه ورکړه چې د دې سازمان د سوله ساتنې د بودجې له کلنۍ نږدې اته میلیارده ډالرو دې شپږ سوه میلیونه ډالره کم شي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سندرز درې ورځې مخکې په یوه خبري غونډه کې ویلي و چې ټرمپ به د دوشنبې د ورځې په غونډه کې د اصلاحاتو په برخه کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د هڅو ملاتړ وکړي.

XS
SM
MD
LG