د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۷

پسرلی: هند ته د هوايي کریډور په اړه ستونزې حل شوي


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام الدین پسرلي
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام الدین پسرلي

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د میوو فصل په رسېدو دی د افغانستان او هند د هوايي دهلیز له لارې نېژدې څلورنیم سوه ټنه وچه او تازه میوه هند ته صادره شوې.

د افغانستان او هند ترمنځ هوايي دهلیز وروسته له هغه رامنځ ته شو چې پاکستاني چارواکو د چمن او تورخم دروازې بندې کړې او د افغان بڼوالو او سوداګرو زیاته اندازه تازه میوه په بار وړونکو موټرو کې وروسته شوه.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه تائیدوي چې هند ته د دې هوايي کریډور له لارې د صادراتو په برخه کې یو لړ ستونزې وې خو د دې ادارې ویاند صیام الدین پسرلي ازادي راډیو ته وویل چې دا ستونزې اوس حل شوي دي.

ښاغلي پسرلي له احمدتکل سره د مرکې په پیل کې وویل چې دا هوایي دهلېز اوس مهال فعال دی:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:42 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG