د بریتانیې پولیسو وویل چې لندن ته نېږدې یې یو استوګن ځای له خلکو تش کړی چې په کې د تلاشۍ عملیات روان دي او یو اتلس کلن سړی یې د لندن په مېټرو کې د وروستۍ چاودنې په تور نیولی دی.
د بریتانیې پولیسو پرون شنبه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د انګلستان په جنوب کې د احتیاط له مخې د مشکوک کور ترڅنګ یو شمېر نورې ودانۍ هم له خلکو تشې شوي دي.
تر دې مخکې چارواکو وویل چې پولیسو په دوور ښار کې یو تن د لندن په مېټرو کې د چاودنې په تور ونیو خو د هغه د هویت له څرګندولو یې ډډه وکړه.
چارواکو دا یو لوی پرمختګ بللی و.
د جمعې د سهار په لومړېو ساعتونو کې د لندن ښار د مېټرو په پارسونز ګرین سټېشن کې چاودنه وشوه.
د بریتانيې پولیسو ویلي، چاودېدونکي مواد د مېټرو په یوه ګاډي کې ځای پرځای شوي وو چې تر چاودنې وروسته یې اور بل کړ.
رپوټونه وايي چې د شنبې په سهار د لندن ښار پارسونز ګرین سټېشن له سره پرانېستل شو خو د بریتانیې صدراعمظې ټرزا مې وویل چې د ترورېزم د ګواښ له امله اعلان شوی، بېړنی حالت به پرځای پاتې شي.
ټرزا مې وویل:
"د ترورېزم د تحلیل او څارونکو ګډ مرکز پرېکړه کړې چې د هېواد په کچه د ترورېزم د ګواښ د خبرتیا حالت له خطرناکه نازک ته لوړ کړي. دا په دې معنی ده چې د هغوی تحلیل دا دی چې بله حمله هم قریب الوقوع ګڼل کېږي."
پولیسو ویلي چې یو لوی ستل له مېخونو او چاودېدونکو موادو ډک شوی و چې د چاودنې له امله یې لږ تر لږه ۳۰ تنه زخمیان کړل.
ویل کېږي چې په زخمیانو کې د چا روغتیايي وضعیت ډېر نازک نهدی.
زیات کسان سوځیدلي یا د خلکو په بيروبار کې تر پښو لاندې شوي دي.
د لندن مېټرو دا سټېشن تر ځمکې لاندې نهدی.
د بریتانیې صدراعظمې ټرزا مې ویلي چې اضافي امنیتي مامورین د ټرانسپورټي سیسټم د څارنې لپاره ګومارل کېږي.
پولیسو د حملې په اړه د نیول شوي مشکوک وګړي په اړه معلومات نهدي خپاره کړي او دا هم نهدي ویل شوي چې د نورو مشکوکو کسانو په لټه کې دي.
د اسلامي دولت په نوم وسلهوالې ډلې د خپلې پروپاګندې پر ویبپاڼه، اعماق د چاودنې مسؤلیت واخېست.
خو د لندن مېټرو پوليټن پولیسو ویلي چې د داعش ادعا د تائید وړ نهده.
دا په روان میلادي کال کې په بریتانیه کې پینځمه تروریستي حمله ده.