د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۳۰ وږی ۱۳۹۶ سیمه ییزوخت ۰۳:۵۸

د کرکټ په شپږیزې لیګ کې مس عینک لوبډلې له کابل بازانو لوبه وګټله


د شپږیزې کرکټ لیګ سیالیو په دوام کې نن شنبه مس عینک د دوو ویکټو په توپیر سره، له کابل بازانو لوبه وګټله.

د لوبې ټاس یا پچه مس عینک لوبډلې وګټله او کابل بازانو ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

کابل بازانو په ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره، ۱۴۷ منډې هدف وټاکه.

خو مس عینک په ټاکلو اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره، ۱۵۲ منډې وکړې او لوبه یې وګټله او د لوبې غوره لوبغاړی دولت ځدراڼ وټاکل شو.

د شپږیزې کرکټ لیګ سیالیو د جدول په سر کې، کابل بازان لومړی، مس عینک دوهم، بند امیر درېيم ، سپین غر څلورم، بُست پنځم او امو نهنګان شپږم ځای لري.

XS
SM
MD
LG