د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۸ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۹:۴۱

د فوټبال د ۱۶ کلونو افغان ملي لوبډلې له قرغزستانه لوبه وګټله


د ایران د اسیا د مقدماتي سیالیو په لړ کې، د افغانستان د فوټبال د ۱۶ کلونو ملي لوبډله درې د یو پر وړاندې له قرغزستان څخه لوبه وګټله.

د فوټبال فدراسیون تخنیکي ډایرکتر طاهر روفي نن شنبه ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دغه راز د فوټبال د ۱۶ کلونو لوبډله سبا یکشنبې له بوتان سره لوبه کوي او بیا له ایران او لبنان سره هم لوبېږي.

د فوټبال د ۱۶ کلونو د لوبډلې په جوړښت کې ۲۲ لوبغاړي ، دوه روزنکي او دوه پلاوي شامل دي.

د ایران د اسیا په مقدماتي سیالیو کې د څه باندې ۴۷ اسیایي هېوادونو څخه ټیمونه ګډون لري او دغه سیالۍ یوه اوونۍ دوام کوي.

XS
SM
MD
LG