د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۸ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۹:۴۱

پښتون: ملي اردو په پکتیا کې له طالبانو مهمات لاسته راوړي


د پکتيا ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندانۍ خبر ورکړ چې ځواکونو يې د وسله والو طالبانو څخه يو شمېر مهمات د پکتيا مرکز ګردېز کې نيولي او پنځه تنه وسله وال يې وژلي دي.

د پکتيا ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان تورن جنرال شعورګل پښتون ازادي راډيو ته په خبرو کې ومنله چې د دوی ځواکونو د پکتيا مرکز ګردېز په مربوطاتو کې پنځه وسله وال طالبان وژلي يو يې ژوندی نيولی او يو شمېر مهمات او موټر يې هم لاسته ورغلي:

"د رباط او چوڼۍ په ساحو کې د وسله والو يو ګروپ راوتلی وو او غوښتل يې چې له لرې ساحې څخه په مرکز ګردېز او ۲۰۳ تندر قول اردو په قوماندانۍ بريدونه وکړي خو خوشبختانه د ملي اردو قوي ځواکونو د ۱۰ دقيقو په وخت کې وتوانېده چې د دوی بيم يک دستګاه، پيکا، راکيټ او دوه ميله کلاشينکوفونه، تبليغاتي پاڼې او دوه مهرونه او يو عراده موټر نيولي دي او يو تن يې ژوندی نيولی او له موږ سره بندي دی او پينځه نفره يې وژل شوي جسدونه يې همغلته پاتې شوي دي."

نوموړي زياته کړه، دغې وسله والې ډلې غوښتل چې د پکتيا په مرکز ګردېز او تېره ورځ په ۲۰۳ تندر د قول اردو قوماندانۍ باندې له لرې بريدونه وکړي او پکتيا ته د ولسمشر اشرف غني د سفر د ځنډ او اخلال باعث شي.

د ده په خبره د پکتيا د امنيت ډاډمنېدو لپاره يې اقدامات کړي او لا به هم هڅه وکړي چې د اردو ځواکونو په منظم کېدو کې ښه اجرات وکړي او په سويل ختيځ زون اووه ولايتونو کې چې مسوليت يې د دوی په غاړه دی د امنيت ښه والي لپاره جدي اقدامات وکړي.

تر دې مهاله وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

XS
SM
MD
LG