د لاسرسي لېنکونه

پکتيا: د بېځايه شويو د کمپ اوسېدونکو مظاهره وکړه


نن د ۲۰۳ تندر قول اردو د لومړي کراول په مخ کې د پکتيا مرکز ګردېز مهاجرينو کمپ لسګونه اوسېدونکو په دې خاطر مظاهره کړې وه چې د قول اردو څخه تاوېدونکې احاطه کې د دوی کورونه بندېږي او د دېوال نه جوړېدلو غوښتنه يې کوله.

دغو مظاهره چيانو ويل، د پکتيا ولايتي ادارې او د قول اردو قوماندانۍ سره يې ناستې کړې دي خو کومې نتيجې ته نه دي رسېدلي او که له دغو ځمکو چې دوی پرې پراته دي ایستل کېږي نو د دوی له لوري شوي لګښتونو خصاره به له کومه کوي او حکومت يې بل غم نه دی خوړلی، دوه تنه مظاهره چيان او د دغه کمپ نماينده ګان داسې وايي:

"زه ګل درجان د بنوزيو د کمپ اوسېدونکی موږ ته همدغه ځمکه همدغو ارګانونو نومره کړه او موږ پرې ځای جوړ کړ او موږ پرې پرېوتو او له دغو سره مو ډېرې دعوې وکړې او د وزيرانو په شورا کې مو هم ترې وګټله او موږ دلته پراته يو او کچېرته غواړي له موږ سره جوړه وکړي او مشکل حل کړي موږ ته دې داسې ځمکه راکړي چې د چا دعوه نه وي پرې او نه ستونزه لري."

غوښتنه مو دا ده، که موږ نقل کوي موږ ته دې ځمکه راکړي چې موږ ته دوی مصارف نه راکوي او ځمکه نه راکوي موږ نه وځو او نه دغه ځمکه پرېږدو او نه چاته اجازه ورکوو چې دلته دېوال جوړ کړي او موږ د دغه دېوال مخالف يو مخالف يو او دا ټول ولس يې مخالف دی.

دوی ويل تر هغو چې د دوی ستونزه له حکومت او ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندانۍ سره نه وي حل شوې د دېوال جوړېدلو اجازه نه ورکوي.

د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان تورن جنرال شعور ګل پښتون چې نږدې يوه مياشت مخکې د قوماندان په حيث ټاکل شوی وايي، په کومه ځمکه چې دوی احاطه تاووي د اردو ده او قانوني اسناد يې هم موجود دي:

"دېوال احاطه د قول اردو ده، تاسې وګورئ دلته زه اسناد لرم او امرونه موجود دي چې دلته بايد دېوال جوړ شي او د قول اردو امنيت تدابير بايد ونيول شي او دوی يې بايد ممانعت ونه کړي او دوی چې کومې غوښتنې لري مشران دې يې راشي موږ به يې د والي صاحب سره، ښاروال او نورو سره کېنوو او ټول ارګانونه اماده دي چې د دوی ستونزه هواره شي."

نوموړي زياته کړه چې د خلکو د ستونزو هواري لپاره يې د دغه کمپ له مشرانو سره خبرې شوې دي او د ولايتي ادارې په مرسته به يې ستونزه ور حل کړي او د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندانۍ د ښه او ډاډمن امنيت لپاره به خپل پلانونه پلي او ديوال جوړ کړي.

راپور: داود تپان

XS
SM
MD
LG