د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۳ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۳:۵۲

د سوریې په ارامو سیمو کې څارونکي ځای پر ځای کېږي


ترکیې، ایران او روسیې پرون جمعه موافقه وکړه چې د سوریې په هغو سیمو کې چې جګړه کراره شوې، د لږترلږه شپږ میاشتو لپاره څارونکي ځای پرځای کړي.

دا د هغه پلان یوه برخه ده چې روسیې، ایران او ترکیې جوړ کړی دی.

د پلان پر اساس به په د سوریې په مختلفو سیمو کې څلور زونونه جوړ شي.

د دې پلان یوشمېر مخالفانو ویلي چې دا په غیر رسمي ډول، د جګړې ځپلې سوریې د وېش پلان دی.

د پلان پر اساس، په څلورو زونونو کې به د دمشق ختیځه غوطه، د دمشق شمالي سیمې، د سوریې ادلیب، حمص، لاذقیه، حلب اوحما ولایتونه شامل وي.

په دې سیمو کې د څارونکو د ځای پرځای کولو شپږ میاشتنۍ پلان د تمدید وړ دی.

د سوریې د جګړې په اړه د روسیې مذاکره کونکي الکساندر لاورینتف پرون وویل چې له هر هېواده به پینځه سوه څارونکي به ادلب ته واستول شي او روسان به د پوځي پولیسوپه توګه خدمت کوي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت پرون جمعه د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د دوه ورځنیوخبرو په پای کې، په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د دریو هېوادونو څارونکي به په امن سیمو کې، د تلاشۍ اوڅارنې لپاره ځای پر ځاي شي.

روسیې، ایران او ترکیې د سوریې د بحران په اړه په استانه کې خبرې پېل کړې دي.

دا دسوریې په اړه د ملګرو ملتونو له مذاکرو چې په جېنوا کې کېږي، بېلې دي.

XS
SM
MD
LG