د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۳۰ وږی ۱۳۹۶ سیمه ییزوخت ۰۴:۱۴

افغان لوبغاړی راشد خان د اسټرالیا بیګ بش سیالیو ته اخیستل شوی


د افغانستان کرکټ ملي لوبغاړی راشد خان د اسټرالیا بیګ بش سیالیو ته اخیستل شوی دی.

راشد خان لومړنی افغان دی چې په دې معتبره شل اوریزو تجارتي سیالیو کې د افغانستان په استازیتوب ګډون کوي.

کرک انفو ویبپاڼې د اسټرالیا د بګ بش لیګ د اډلایډ سټرایکرز ټیم روزونکي جېسون ګلیسپ په حواله ویلي چې راشد خان په شل اوریزو کرکټ لوبو کې نړۍ ته خپله وړتیا ثابته کړې ده.

جېسون پرون ویلي:

"راشد خان هر رقم بال کوي او دا وړتیا لري چې له اړتیا سره سم بالنګ وکړي او په هغه باندې شاټ وهل ګران کار دی."

راشد خان هم په بګ بیش کې له غوره کېدو هرکلی کړی او خوښي یې ښودلې چې د لومړني افغان لوبغاړي په توګه به په دې سیالیو کې لوبیږي.

راشد خان د افغانستان ملي ټیم ته په ښو لوبو سربېره د هند، د بنګله دېش او ویست اندیز په غوره تجارتي لیګونو کې زیاتې لوبې کړي او د نړیوالو پام يې ځان ته اړولی دی.

XS
SM
MD
LG