د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۳ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۳:۵۲

د روسیې او بلاروس پوځیانو پوځي تمرینونه پیل کړي دي


د روسیې او بلاروس پوځیانو پرون د روسیې په ختیځو سرحدونو کې پوځي تمرینونه پیل کړي دي.

په دغو پوځي تمرینونو کې چې د سپټمبر تر شلمې دوام کوي د روسي چارواکو په خبره ۱۲۷۰۰ پوځیان برخه لري.

خو لویدیځوالو اندېښنه ښودلې چې د پوځیانو شمېر کیدای شي تر یو لک کسانو ورسېږي.

د قوانینو له مخې کله چې هېوادونه پوځي تمرینونه او مانورونه کوي او د شاملو پوځیانو شمېر یې ۱۳۰۰۰ ته ورسېږي باید د نورو هېوادونو څارونکي هم ترې څارنه وکړي.

د دغو تمرینونو له پیل مخکې هم د مسکو او لویدیځ تر منځ شته لانجو زور اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG