د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۸ لړم ۱۳۹۶ کابل ۱۱:۰۶

افغان اجرائیه رئیس پانګوال او سوداګر د کرنې برخه کې پانګونې ته وهڅول


د افغانستان اجرائیه رئیس د کرنې سکتور د هېواد د اقتصاد لپاره مهم بولي او ډاډ ورکوي چې حکومت به په دې برخه کې له پانګه‎والو ملاتړ وکړي.

عبدالله عبدالله چې د پنجشنبې په ورځ یې د افغانستان د کرنې په برخه کې د پانګونې تر عنوان لاندې کنفرانس کې چې په کابل کې د کرنې او مالدارۍ وزارت له‎خوا جوړ شوی و؛ وویل، حکومت هڅه کوي چې په دې برخه کې کورنیو او نړیوالو پانګه‎والو ته اسانتیاوې رامنځ ته کړي.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:

"غواړم د حکومت له‎خوا تاسې ته ډاډ درکړم، محترم پانګه‎وال او سوداګر پانګه‎ونې ته د لومړیتوب په حیث موږ تشویقوو او ملاتړ یې کوو، د محصولاتو یوې برخې ته ترجیح ورکړل شوې ده او محترمو پانګه‎والو ته ډاډ ورکوم چې په پاتې برخو کې به هم ورته پام وشي."

ښاغلی عبدالله له کورنیو تولیدونکو او پانګه‎والو غوښتنه کوي چې د خپلو تولیداتو کیفیت ته لازمه توجه وکړي.

د ده په خبره په دې توګه به د دوی محصولات د سیمې او نړۍ په کچه اعتبار خپل کړي.

په دغه کنفرانس کې له حکومتي چارواکو سربېره، د ولسي جرګې یو شمېر غړو او د خصوصي سکتور استازو او پانګه‎والو هم ګډون کړی وو.

په همدې کنفرانس کې د کرنې او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمیر وویل، کرنیز محصولات د افغانستان د ناخالصو تولیداتو ۳۱ فیصده جوړوي او د دغه هېواد ۷۵ فیصده خلک په مستقیم او غیر مستقیم ډول په کرنه مصروف دي.

ښاغلي ضمیر په تېرو دوه نیمو کلونو کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې پرمختګونو ته په اشارې وویل، اوس په دې برخه کې پانګه‎ونې ته زمینې برابرې شوي دي.

د کرنې او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمیر
د کرنې او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمیر

دی وايي:

"د خصوصي سکتور لپاره د پانګه‎ونې ښه زمینه برابره شوې ده، له خصوصي سکتوره زما غوښتنه دا ده چې راځئ سره کېنو او هغه فرصتونه چې موجود دي ځان ورنه خبر کړو، د افغانستان مارکیټ د کورنیو تولیداتو لپاره یو لوی مارکېټ دی."

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزیر وویل چې په تېرو دوه نیمو کلونو کې یې د کرنې په برخه کې د نړیوالې ټولنې ۵۱۰ میلیونه ډالره منظور شوې او ۶۵۰ میلیونه ډالره یې ژمنه شوې مرسته ترلاسه او د کرنې د پراختیا لپاره یې ځینې پالیسۍ طرحه او عملي کړي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې رئیس شیرباز کمین‎زاده چې په‎دغه کنفرانس کې د خصوصي سکتور په استازیتوب خبرې کولې وویل، اوس هم په هېواد کې د پانګه‎ونې پر وړاندې عمده ستونزې موجودې دي.

د کانونو او صنایعو خونې رئیس شیرباز کمین‎زاده
د کانونو او صنایعو خونې رئیس شیرباز کمین‎زاده

دی وايي:

"زموږ ټولې ستونزې نه‎دي حل شوي، د ځمکې په برخه کې تر اوسه مشکلات لرو، د برښنا او کریډټ په برخه کې هم ستونزې شته، که خدای مه کړه زموږ فابریکې وسوځي یو څوک نشته چې کریډټ ورکړي هیله لرو چې حکومت موږ ته دا کار وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر پانګه‎والو چې خپل کرنیز محصولات یې د پنجشنبې په ورځ په هغه نندارتون کې چې د کرنې او مالدارۍ وزارت له‎خوا په کابل کې جوړ شوی و، نندارې ته اېښي وو، په خپلو کارونو کې د جدي ستونزو له موجودیت شکایت درلود.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG