د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۳۱ وږی ۱۳۹۶ کابل ۰۷:۰۹

د امریکا سنا مجلس د افغانستان او عراق په اړه تعدیدل رد کړ


د امریکا سنا مجلس د چهارشنبې په ورځ هغه تعدیل ونه مانه چې په افغانستان او عراق کې یې د امریکایي ځواکونو د پوځي عملیاتو پریکړه‎لیکونه لغو کول.

۵۹ سناتورانو دغه تعدیل رد کړ او ۳۶ نورو د پخوانیو جنګي پریکړه لیکونو په پلوۍ رایې ورکړې.

دغه جنګي پریکړه‎لیکونه په ۲۰۰۱ میلادي کال کې تصویب شول چې په نتیجه کې یې امریکایي ځواکونو اجازه ترلاسه کړه په افغانستان کې د وسله‎والو طالبانو او القاعده شبکې پر وړاندې پوځي عملیات وکړي.

تر هغه وروسته دغه ځواکونه د بل ځل تائید ترلاسه کولو سره د همدې پریکړه‎لیکونو پر اساس په عراق کې د هغه هېواد پخواني مشر صدام حسین د رژیم پر وړاندې پوځي اقدامات پیل کړل.

که امریکایي سناتورانو د چهارشنبې په ورځ د تروریستانو پرضد د جګړې د جواز پریکړه لیکونو د لغو کېدو تعدیل تصویب کړی وای، باید هغه تعدیل تر شپږو میاشتو وروسته پیل شوی وای.

یو امریکایي سناتور چې دغه تعدیل ته یې مثبته رایه ورکړې، کریس کونز دی.

نوموړی وایي، باید یوه مناظره وشي څو داسې نتیجه واخلو چې په افغانستان، عراق او سوریې کې جګړې ادامه ولري که ودرول شي.

امریکايي سناتور کریس کونز
امریکايي سناتور کریس کونز

دی وايي:

"د امریکا سنا مجلس د هېواد له وسله‎والو ځواکونو څخه د یوې داسې ولسي مناظرې پوروړی دی چې په هغه کې په افغانستان، عراق او سوریي کې له طالبانو او داعش ډلو سره د مبارزې پر ارزښت بحث وشي. "

د "AUMF" په نوم پریکړه‎لیک یا د تروریستانو پر وړاندې د پوځي عملیاتو جواز، له ۱۶ کلونو راهیسې د امریکا په پوځ کې عملي دی او د دغه هېواد پوځیانو ته اجازه ورکوي چې په افغانستان او عراق کې د یاغیانو پر وړاندې عملیات وکړي.

د دغه پریکړه‎لیک د لغو کېدو تعدیل چې په وړاندې د امریکا سنا مجلس ته وړاندې شوی وو، د سناتورانو ۵۱ مثبتو رأیو ته اړتیا درلوده، خو داسې ونشوه او بیا به هم د ۲۰۱۸میلادي کال په دفاعي پروګرام کې عملي وي.

د لومړي ځل لپاره دغه پریکړه‎لیک د ۲۰۰۱میلادي کال د سېپټمبر پر څوارلسمه یانې پر نیویارک، واشنګټن او پنسلوانیا تر خونړیو بریدونو درې ورځې وروسته د امریکا د کانګرس له‎خوا تصویب شو.

د امریکا پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش د ۲۰۰۱میلادي کال د سېپټمبر پر ۱۷مه دغه پریکړه‎لیک توشیح کړ.

د تروریستانو پر ضد د پوځي عملیاتو دغه مجوز د ۲۰۱۵ کال په ډیسمبر کې امریکایي ځواکونو ته صلاحیت ورکړ چې په عراق او سوریې کې د داعش او نورو وسله‎والو ډلو پر وړاندې پوځي اقدامات وکړي او هغوی په نښه کړي.

XS
SM
MD
LG