د افغانستان د فوټبال د ۱۷ کلونو ملي لوبډله د سوبرتو کپ په سیالیو کې د ګدون په هدف سبا د هند په لور روانېږي.
د فوټبال فدراسیون د تخنیک ډایرکټر طاهر روفي نن ازادي راډیو ته وویل چې د دغې لوبډلې په جوړښت کې ۱۶ لوبغاړي او دوه روزنکي شامل دي.
افغانستان په دغو سیالیو کې د بنګله دېش، سریلانکا، بوتان او نیپال سره په یوه ګروپ کې دی.
د هند سوبرتو کپ په سیالیو کې د بېلابېلو هېوادونو څه باندې ۳۲ د فوټبال لوبډلې ګډون کوي.
د فوټبال لیګ د شپږم پړوا څلورمه لوبه اوس مهال د سیمرغ البرز او اباسین څپې ترمنځ روانه ده.
د دغې لوبې نتیجه د ورځي ناوخته معلومېږي.