د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۳ تله ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۳۴

اسرائیل بیا د ایران او ۶ ځواکمنو هېوادونو د تړون مخالفت وکړ


د اسرائيل صدراعظم يو وار بيا د ايران او د نړۍ د شپږو ځواکمنو هېوادونو ترمنځ د ٢٠١٥ میلادي کال له اټمي تړون سره خپل مخالفت تکرار کړ.

بنيامين نتنياهو پرون سې شنبه ارجنټاين ته د سفر پر مهال په يوه کنفرانس کې په دې باب څرګندونې وکړې.

که څه هم په وروستيو کې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې اسرائيل ښايي په دې تړون کار ونه لري، خو نتنياهو وويل:

"له فرصت څخه په استفاده، دا وضاحت ورکوم چې زموږ مخالفت جوت دى، د اسرائيل دريځ دا دى چې دا يوه بده موافقه ده، دا که تاسې يې فسخه کوئ، يا يې اصلاح کوئ."

نتنياهو پر تهران تور ولګاوه چې د ترور د داسې يوه ماشين په توګه فعاليت کوي چې ټولې نړۍ ته يې لمن غزولې ده.

د ده په وينا، تهران د لاتيني امريکا په ګډون، په ګڼو هېوادونو کې ترورېستي شبکې چلوي.

نتنياهو د اسرائيل لومړى برحال صدراعظم دى چې لاتيني امريکا ته سفر کوي.

XS
SM
MD
LG