د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۱ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۳:۴۶

ترکیې له روسیې د الوتکو ضد "اېس ۴۰۰" راکټ سېسټم واخېست


د ترکیې حکومت له روسیې سره د وسلو د تجارت په لومړۍ ستره معامله کې، د الوتکو ضد « اېس ۴۰۰» راکټ سېسټم واخېست.

د ترکیې ورځپاڼو پرون سې شنبه د هغه هېواد د ولسمشر رجب طیب اردغان په حواله وویل چې د دې راکټي سېسټم د بیې یوه برخه یې روسیې ته ورکړې ده.

د دې راکټي سېسټم بیه تقریباً دوه نیم ملیارده ډالر ګڼل کېږي.

اردغان له قزاقستانه تر ستنېدو وروسته، پرون په هوايي ډګر کې خبریالانو ته څرګنده کړه چې د روسیې له ولسمشر ولاديمیر پوتین سره، پر دې معامله ټینګ ولاړ دی.

مسکو له انقرې سره ددې قرارداد خبر تایید کړی او د ولسمشر پوتین د پوځي چارو یوه سلاکار ویلي چې لاسلیک شوی قرارداد د عملي کولو لپاره چمتو کوي.

XS
SM
MD
LG