د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۳ تله ۱۳۹۶ کابل ۱۲:۱۷

ایران له سوریې سره د برېښنایي تاسیساتو د بیارغولو موافقې کړې


د ایران حکومت له سوریې سره د متقابل درک او تفاهم د یادداشت ترڅنګ یو لړ موافقه لیکونه لاسلیک کړي چې پر اساس به یې د سوریې د برېښنا تاسیسات ورغول شي.

دا خبر د ایران دولتي خبري رسنیو خپور کړی دی.

دا به ایران ته موقع ورکړي چې د جګړې ځپلې سوریې په بیارغولو کې ونډه واخلي.

د سوریې دولتي خبري اژانس ویلي چې د هغه هېواد دانرژۍ وزیر محمد زهیر خربوطلي پرون سې شنبه په تهران کې دا موافقه لیکونه لاسلیک کړي دي.

د موافقو پر اساس به د ایران حکومتد دمشق د برېښنا د وېش مرکز ورغوي او د سوریې شمالي ښار حلب ته به د برېښنا رسولو سېسټم له سره جوړ کړي.

محمد زهیر خربوطلي ویلي چې د تفاهم یادداشت به ایران ته موقع ورکړي چې د سوریې د بنیادي تاسیساتو په بیارغونه کې مهم رول ولوبوي.

XS
SM
MD
LG