جمهوري ریاست وايي، د افغانستان او ازبکستان د ولسمشرانو ترمنځ په کتنه کې د سوداګرۍ او ټرانیزیڼ په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ یو نوی باب پرانېستل شو.
د افغان ولسمشر د ویندوې د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي د سې شنبې ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل چې ولسمشر غني قراقستان ته د خپل سفر پر مهال د ازبکستان له ولسمشر سره هم کتلي دي.
ښاغلي مرتضوي وویل چې ازبکستان د افغانستان د نساجي په برخه کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې ده.
دی وايي:
"ازبکستاني لوري ټینګار کړی چې د افغانستان او ازبکستان سوداګر دې په خپلو کې مرستې زیاتې کړي، له افغان سوداګرو سره به د صادراتو په برخه کې همکاري کوي او په مالیاتو کې به هم کموالی راشي، ازبکستاني لوري چمتوالی ښودلی چې په افغانستان کې به د نساجي په برخه کې پانګونه کوي."
دې وویل، د دې ترڅنګ ازبکستان ژمنه وکړه چې افغان سوداګرو ته به په بېلابېلو برخو کې اسانتیاوې برابرې کړي.
ښاغلي مرتضوي دا هم وویل، ازبکستاني چارواکو له دې هېواده افغانستان ته د برېښنا د مزو تمدید، په ازبکستان کې افغان محصلینو ته د زده کړو د زمینې برابرول، له افغانستان سره په وارداتو او صادراتو کې د ټیکس او ماليې راکمول او د ټرانزیټ په برخه کې د اسانتیاوو د رامنځ ته کولو ډاډ ورکړ.
د راپورونو له مخې د ازبکستان ولسمشر ښاغلي غني سره په لیدنه کې دا هم ویلي، هېواد يې چمتو دی چې په ترمز ښار کې افغان سوداګرو ته اسانتیاوې برابرې کړي.
د میرضائیف په حواله دا هم ویل شوي چې ازبکستان به د افغان سوداګرو پر مالونو مالیه هم کمه کړي.
په ورته وخت کې د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان د نساجي په برخه کې د ازبکستان پانګه اچونه ګټوره بولي وايي، په دې سره به افغانان د نورو له احتیاجه خلاص او په کور دننه په ځان بسیا شي.
له ډلې یې سعید قیاس سعیدي د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:
"که په دې برخه کې پانګونه وشي دا به هغه څه وي چې موږ به د سیمې د هېوادونو له احتیاجه خلاص شو او دا به د اوسني حکومت یوازینۍ ستره لاس ته راوړنه وي چې له مخې به يې د هېواد اقتصاد په پښو ودرېږي."
ښاغلي سعیدي له افغان حکومته دا غوښتنه هم وکړه چې په دغه هېواد کې د بهرنۍ پانګې د جلب په هدف د پانګوالو د امنیت د خوندیتوب په برخه کې جدي هڅه وکړي.
راپور: اکرام الله اکرام