د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۸ لړم ۱۳۹۶ کابل ۱۱:۱۴

د کابل پوهنتون د معلوماتي منابعو مرکز د "نانسي هېچ دوپري" په نوم شو


د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د کابل پوهنتون د معلوماتي منابعو مرکز د نانسي هېچ دوپري د اغیزمنو کارونو په خاطر د هغې په نوم کړو.

یو شمېر فرهنګیانو، څېړونکو، د پوهنتون استازانو او دولتي چارواکو د اغلې نانسي هېچ دوپري په یاد غونډه کې د افغانستان په اړه د نوموړې څېړنې او د دغه هېواد د کلتور پیژندولو برخه کې هلې ځلې وستایلې.

د افغانستان د لوړو زده‎کړو وزارت سرپرست عبدالطیف روشن د اغلي دوپري په یاد غونډه کې د نوموړې په اړه وویل:

"تر سلو زرو ډېر تحقیقي اثار یې، د معلوماتي منابعو په مرکز کې راټول کړي و، هیله لرم چې اغلې دوپري الګو وګرځو او د کار کولو لار یې خپله کړو، زموږ په اکاډمیکه ټولنه کې چې نوموړې کومې څېړنې ترسره کړي، د افغانستان په تاریخ کې به تلپاتي وي."

دوپري پنځوس کاله په افغانستان کې د فرهنګي میراثونو، د معلوماتي منابعو او په ځینو نورو برخو کې څېړنې کړي دي.

اغلې دوپرې نړۍ ته د افغانستان د پېژندنې او دې ته ورته د نورو موضوعاتو په اړه پنځه کتابه او لسګونه مقالې لیکې دي.

دوپري لومړی ځل په ۱۹۵۰ کال کې افغانستان ته راغله او د عمر ۵۵ کاله یې له خپل خاوند لویس دوپري سره چې یو لرغون پوه دی په افغانستان کې تېر کړل.

دې د طالبانو په حکومت کې هم په کابل کې دفتر درلود او خپل فرهنګي فعالیتونه یې ترسره کول.

دوپري په دې وروستیو کې یوه ودانۍ چې یوه تاریخي شکل لري په کابل پوهنتون کې د معلوماتي منابعو د مرکز په نوم جوړه کړې او په دغه مرکز کې یې د افغانستان په اړه ۱۰۰زره تاریخي اثار راغونډ کړي دي.

د افغانستان د معلوماتي مرکز د بورډ مشره حسینه شیرجان چې د دوپري همکاره هم وه د دې په اړه په ژړغوني غږ داسې وایي:

"نن چې کله کابل پوهنتون ته راغلم ډېره راته ستونزمنه تمامه شوه، یعنې نانسي نوره نه‎شته، ډېره پرخپل ځان بسیا وه، او هېڅ کله نورې پورې تړلې نه‎وه، تر مرګ دوه ورځې مخ کې یې په روغتون کې فکر کاوه ومې پوښتله، دې راته وویل چې بل هېڅ داسې انسان نه پیژنم چې دې برخه ته دومره ژمن وي چې د ژوند په هره لحظه کې دې مسئلې ته کار وکړي. "

د کابل پوهنتون رئیس حمیدالله فاروقي چې د دوپري په یاد غونډه کې یې ګډون کړی وویل، دوپري شپه او ورځ د ځوانانو د یوځای کېدو، د افغانستان په اړه د څېړنې او د فرهنګي اثارو د پېژندنې په اړه ډېر کوښښونه کړي دي.

د دوپري د کورنۍ په استازیتوب لیزا شوستر د دوپري د ورور او لور د تسلیت پیغام ولوست چې په یوې برخه کې یې داسې راغلي دي:

"ډېر کلونه له نانسي څخه لرې وو، زموږ ملاقات له هغې سره په افغانستان کې د جګړو له کبله خطرناک ګڼل کېده ډېرڅه د ویلو لپاره لرو خو ابدي سفر هغه له موږه لرې کړه. "

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنک وزارت سرپرست محمد روسول باوري وای چې دغه وزارت به د دوپري د څېړونو په اړه ډېر ژر یو لوی څېړنیز سیمنار جوړ کړي.

راپور: سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG