د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۱ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۵:۳۱

غني: د کانونو او پطرولیم وزارت باید د کانونو تړونونه ښه مدیریت کړي


د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د اقتصاد د عالي شورا په غونډه کې، د مرکز د تړونونو د پورونو، د ساختماني موادو د تړونونو دبیا نوي کولو او د کانونو په تړاو د ۱۵ تړونونو په اوسني وضعیت خبرې وشوې.

د کانونو وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي نن سې شنبه ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې ولسمشر غني په دغه غونډه کې سپارښتنه وکړه چې د کانونو او پطرولیم وزارت باید د کانونو اړوند تړونونه ښه مدیریت کړي.

د ښاغلي مطفي په خبره، د ګچ، تالک، نفرایت، مرمر او فلورایت، په ګډون د یو شمېر کانونو د اوسني وضعیت راپور هم چې وړاندې داوطلبۍ ته سپارل شوی و، غونډې ته وړاندې شو.

XS
SM
MD
LG