د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۳۱ وږی ۱۳۹۶ کابل ۰۶:۵۹

چارواکي: لوګر کې د یوه قوماندان په ګډون ۴ وسله وال وژل شوي


د لوګر امنیتي چارواکي وايي، تېر ماښام د دې ولایت د څرخ ولسوالۍ په ابجوش سیمه کې د افغان هوايي ځواکونو په هوايي حملو کې، د یوه قوماندان میرمحمدي په ګډون، څلور وسله وال وژل شوي دي.

د لوګر د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال محمد ایوب وردګ ازادي راډیو ته وویل، دغه قوماندان چې اصلي نوم يې اسماعیل و، د لوګر په مرکز او په برکي او څرخ ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو مشري کوله.

ښاغلي وردګ زیاته کړه:

"د څرخ ولسوالۍ په ابجوش سیمه کې تېر ماښام د افغان هوايي ځواکونو په برید کې د وسله والو یو قوماندان اسماعیل چې په میر محمدي مشهور وو، سره د ۳ ملګرو وژل شوی او سراچه موټر یې هم له منځه تللی دی.

هغه د مرکز او اړوندو ولسوالیو لکه، د برکي او څرخ نظامي مسؤل او د حقاني شبکې غړی و."

ښاغلي وردګ همداراز وویل چې د لوګر د کشفي ادارو له خوا په پل علم کې یو کس د جعلي پیسو د کارولو په تور، لاس په لاس نیول شوی.

ښاغلی وردګ ووايي، له نیول شوي کس څخه په لومړنیو تحقیقاتو کې معلومه شوې چې نوموړی د ملا امین الله په مشرۍ د وسله والو مخالفینو د یوې ډلې غړی دی.

XS
SM
MD
LG