د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۳۱ وږی ۱۳۹۶ کابل ۰۷:۰۶

ویس برمک په هلمند کې د پوليسو د ستونزو د حل ژمنه وکړه


د افغانستان د کورنيو چارو وزير هلمند ته د سفر پر مهال په دې ولايت کې، د پوليسو د ستونزو د حل ژمنه وکړه.

ويل شوي، ويس احمد برمک ته د پوليسو د تشکيلاتو، تجهيزاتو او مهماتو په باب، ځينې پېشنهادونه شوي دي.

د هلمند د مطبوعاتي دفتر د نننۍ اعلاميې له مخې، د هلمند والي حيات الله حيات او نورو ولايتي پوځي چارواکو د کورنيو چارو له وزير سره د هلمند پر امنيتي وضعيت او هلته د پوليسو پر ستونزو بحث وکړ.

د اعلاميې په حواله، د کورنيو چارو وزير د دغو ستونزو د حل ژمنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG