د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۵

۲۱۵ افغان لوبغاړي اسیایي سیالیو کې د ګډون لپاره ترکمنستان ته ځي


تمه ده تر راتلونکو درېيو ورځو د ۱۶بېلابېلو ورزشي رشتو څه باندې ۲۱۵ افغان لوبغاړي د ترکمنستان د ۲۰۱۷ م د سالون دننه په اسیایي سیالیو کې د ګډون په هدف د عشق آباد په لور ولاړ شي.

د افغانستان د المپیک د ملي کمېټې د نشراتو د برخې مسؤل منور شهزاد نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه راز افغان حکومت د هغو لوبغاړو لپاره چې په دغو سیالیو کې ګډون کوي یو شمېر نغدي جاېزې په پام کې نیولي دي.

له دغو سیالیو څخه د سرو زرو مډال اخېستونکي ته ۱۰ زره ډالر، د سپینو زرو لپاره پینځه زره او د بُرنزو د مډال لپاره درې زره ډالر په نظر کې نیول شوي دي.

د ترکمنستان د ۲۰۱۷م د سالون دننه اسیايي سیالۍ د سېپټمبر په ۱۷مه په عشق آباد کې پیلېږي چې له شاوخوا ۶۴ هېوادونو څخه په کې ۶ زره لوبغاړي په ۲۱ بېلابېلو ورزشي رشتو کې ګډون کوي.

XS
SM
MD
LG