د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۳۰ لړم ۱۳۹۶ کابل ۱۱:۵۷

کورنیو چارو وزارت: د ملي امنيت پر يوه رياست د بريد طراح ووژل شو


د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي، په کابل کې د ملي امنيت پر يوه رياست د تېر کال د بريد يو طراح ووژل شو.

دغه وزارت نن دوشنبه په يوه اعلاميه کې ويلي، درياخان چې په خالد مشهور و، تېره شپه د لوګر ولايت د مرکز پُل علم په مربوطاتو کې د پوليسو د خاصو قطعو په عملياتو کې وژل شوى دى.

د کورنيو چارو وزارت وايي، په دغو عملياتو کې د درياخان تر څنګ د حقاني شبکې درې نور قوماندانان هم وژل شوي دي.

د وزارت اعلاميه وايي، دغو کسانو په لوګر او ورڅېرمه ولايتونو کې د انتحاري حملو په پلانولو او تنظيم کې لاس درلود.

په کابل کې د ملي امنيت ادارې اړوند د محافظت يا رجال برجسته پر رياست دغه حمله د تېر لمريز کال د وري يا حملې پر ٣١ مه شوې وه.

په هغه حمله کې د کورنيو چارو وزارت تر شپېتو د زياتو کسانو د وژل کېدو او تر ٣٠٠ زياتو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړى و.

XS
SM
MD
LG