د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۳۰ لړم ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۰۶

نیویارک ټایمز: د سیپټمبر نهمه نېټه د ګډوډۍ په یوه کلني دود بدلېږي


نیویارک ټایمز:

د کابل واټونه بیا هغه تشدد په سر اخېستی و چې هر کال د کورنۍ جګړې یاد تازه کوي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه تردې سرلیک لاندې په یوه مطلب کې لیکي، د سیپټمبر نهمه نېټه د ګډوډۍ او بې نظمۍ په یوه کلني دود بدلېږي.

ورځپاڼه زیاتوي کابل په دې ورځ د همداسې یوې صحنې شاهد و چې د حکومت د کنټرول نښه په‎کې ډېره کمه وه.

د کابل واټونه په چړو او کلشنیکوفونو سمبال ځوانانو په سراخېستی و، هوایي ډزې یې کولې او اوسیدونکي یې چې اکثره یې په خپلو کورونو کې و، ډارول.

د نیویارک ټایمز په وینا د دې پر ځای چې د سیپټمبر نهمه د افغانستان په تاریخ کې د یوې مهمې ورځې په توګه یاده شي ځکه په دې ورځ په ۲۰۰۱ کال د طالبانو ضد قوماندان احمد شاه مسعود د القاعده له خوا ووژل شو، کال په کال دغه ورځ د مسعود د یاغي پلویانو د قدرت په ننداره بدلېږي.

د نیویارک ټایمزپه لیکنه په کابل کې دغه ګډوډي هغه هم په داسې وخت کې چې طالبانو پر ښارونو او ولسواليو فشارونه زیات کړي، د دې نښه ده چې افغان سیاسي مشرتابه پر غیر دولتي ډلو په کابل کې هم نفوذ او کنټرول نه‎لري.

نیویارک ټایمز ليکي:

پولیسو ځان بې وسه ګڼلی و. د روغتیا وزارت ویلي چې پنځه تنه په ډزو کې ټپیان شوي او درې ماشومان هم موټرو وهلي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند بیا ویلي چې شپږتنه نیول شوي او د نورو په لټه کې دي.

نیویارک ټایمز وړاندې لیکي، د ولسمشراشرف غني ائتلافي حکومت چې په وړاندې یې پرله پسې مظاهرې شوي دي، د شمال له ډلو سره د یوه ګډ دریځ په موندلو کې له ستونزو سره مخامخ دی.

غني ته چې یو تکنوکرات دی او د ژوند ډیره برخه کې یې په غرب کې تیره کړې، اکثره کسان په دې نظر ګوري چې هغه پر خپلو اصلاحي پروګرامونو کې دومره ډوب دی چې د زیاتیدونکي سیاسي کړکېچ خطرونو ته هېڅ متوجه نه دی.

د نیویارک ټایمز په وینا په همدې ورځ چې کابل ګډوډیو او بې نظمیو په سراخیستی و، غني د ملګروملتونو په دفتر کې د بیارغونې او د مرستو پر پروژو پراخ بحثونه کول او مازدیګر قزاقستان ته د سفرپه هدف د کابل هوایي ډګر ته په هلیکوپټرکې ولاړ.

ټورنټو سن:

ټورنټو سن ورځپاڼې د هغو افغان ترجمانانو مسئلې ته پام اړولی چې په افغانستان کې یې له کاناډایي ځواکونو سره کار کړی دی.

لیکوال جو وارمینګټن لیکي:

ښه خبردادی چې د کاناډا صدراعظم جسټین ترودیو اوس زموږ پر مبارزې پوهېږي چې غواړو افغان ترجمانان وژغورو.

خو د هغه په وینا بد خبر دا دی هغه په خپله نه غواړي په دې کارکې مداخله وکړي.

ټورنټو سن لیکي:

طالبان او د اسلامي دولت سخت دریځي هغه په لسګونو افغان ژباړونکي تعقیبوي او هغوی او کورنۍ ته یې د مرګ ګواښونه کوي چې موږ په افغانستان کې شاته پریښي دي.

د ورځپاڼې په وینا حد اقل کار چې موږ یې دوی ته کولای شو دادی چې کاناډا ته په قانوني توګه د د دوی او د کورنۍ د تلو لپاره په غوښتنلیکونو کې مرسته وکړو.

XS
SM
MD
LG